د فزیک تعریف، د اندازه کولو مفهوم او اهمیت، کمیتونه، قوه، کار، توان او انرژي، د نور انکسار، منشور، عدسیه.
دا کورس د فزیک د بنسټیزو او مهمو موضوعاتو د زدهکړې لپاره چمتو شوی دی. په دې کورس کې زدهکوونکي لومړی د فزیک له مفهوم، د اندازه کولو له اهمیت او فزیکي کمیتونو سره اشنا کېږي، وروسته د قوې او د هغې د اغېزو، کار، انرژۍ او توان په اړه بنسټیز معلومات ترلاسه کوي. همدارنګه د فشار او د مایعاتو د فشار موضوعات زده کوي او پوهېږي چې فشار په بېلابېلو حالتونو کې څنګه اغېز کوي. د کورس په دوام کې د رڼا ځانګړنې، د رڼا مستقیم خپرېدل، انعکاس او د نور انکسار هم تشریح کېږي. سربېره پر دې، زدهکوونکي د منشور او عدسیې د کار کولو له طریقې سره اشنا کېږي او د رڼا د دغو پدیدو عملي استعمالونه درک کوي. د ټولو موضوعاتو موخه دا ده چې زدهکوونکي فزیک یوازې د حفظ کولو په توګه ونه زده کړي، بلکې د مشاهدې، پوښتنې، منطقي فکر او ورځني ژوند د بېلګو له لارې د فزیکي پدیدو په اړه روښانه او عملي پوهه ترلاسه کړي.
حبیب الله پتیال
teacher
تر اوسه نظر نشته.