آیا آریایان پېژنئ؟، په تاریخ کې د نېټو بدلون، د کوشاني دولت رامنځته کېدل، د فارس تمدن، د عباسیانو خلافت څرنګه راوپرځېد؟.
دا کورس د اووم ټولګي د تاریخ مهم موضوعات په منظم، ساده او تدریجي ډول وړاندې کوي. په پیل کې زده کوونکي د تاریخ د علم له مفهوم، ګټو، تاریخي سرچینو، له تاریخ څخه وړاندې دورې، تاریخي دورې او د نېټو د بدلون له طریقو سره آشنا کېږي. وروسته د افغانستان د لرغوني تاریخ مهم پړاوونه څېړل کېږي، لکه د افغانستان د پنځه زره کلن تاریخ پیل، آریایان، ویدي او اوستایي مدنیتونه، اساطیري تاریخ، پیشدادیان، کیانیان او اسپه، همدارنګه له هخامنشیانو، یونانیانو او موریایانو سره د لرغوني افغانستان اړیکې. په کورس کې د یونان ـ باختري خپلواکو دولتونو، د هغوی د هنري او فرهنګي ځانګړتیاوو، د کوشاني دولت د رامنځته کېدو، بګرام د سیاسي مرکز، هډې د فرهنګي مرکز او بامیان د عقیدتي مرکز په توګه هم معلومات وړاندې کېږي او د یفتلیانو د واکمنۍ په اړه هم بحث کېږي. د نړۍ د لرغونو تمدنونو په برخه کې د مصر، بینالنهرین، فارس، هند، چین، یونان او روم د تمدنونو مهمې ځانګړتیاوې، ټولنیز ژوند، کلتور، اقتصاد او سیاسي جوړښتونه پېژندل کېږي. د کورس وروستۍ برخه اسلامي تاریخ ته ځانګړې شوې ده، چې پکې د اسلام له ظهور څخه مخکې د عربستان حالت، د حضرت محمد ﷺ مبارک ژوند، د اسلام لومړنۍ غزاګانې او فتوحات، د حضرت ابوبکر صدیق، حضرت عمر فاروق، حضرت عثمان او حضرت علي رضی الله عنهم د خلافتونو مهمې پېښې، او همدارنګه د امویانو او عباسیانو د خلافتونو د رامنځته کېدو، پراختیا او له منځه تلو عوامل شامل دي. د دې کورس له بشپړولو وروسته زده کوونکي کولای شي د افغانستان، نړۍ او اسلامي تاریخ مهم پړاوونه په منظم ډول وپېژني، د بېلابېلو تمدنونو ترمنځ اړیکې درک کړي او د تاریخي پېښو د لاملونو او پایلو په اړه روښانه پوهه ترلاسه کړي.
Faizullah Anwarzai
teacher
تر اوسه نظر نشته.