مندل او وراثت، ډای هایبریډ تزویج، جنتیکي بې نظمۍ، ټرانسکرپشن، عصبي تنبیه، واکسین، د حیض دوره، د غیرزوجي تکثر ډولونه.
د دولسم ټولګي د بیولوژۍ کورس د ژوندیو موجوداتو د جوړښت، فعالیت، وراثت، تکثر، د بدن د تنظیم، معافیت، نباتاتو او چاپېریال مهم موضوعات په منظم ډول بیانوي. په دې کورس کې زده کوونکي د مندل د وراثت له قوانینو، جینونو او الیلونو، جنتیکي بې نظمیو، DNA او RNA، ټرانسکرپشن او جنتیکي انجینرۍ سره آشنا کېږي. همدارنګه د انسان د بدن د تنظیم، عضلاتو، عصبي تنبیې، اندوکراین غدو او هورمونونو، پښتورګو، د وینې تصفیې او معافیتي سیستم مهم فعالیتونه زده کوي. د انسان د تناسلي سیستم، د سپرم او هګۍ جوړېدو، حیض دورې، القاح او د جنین د انکشاف موضوعات هم د کورس مهمه برخه جوړوي. سربېره پر دې، زده کوونکي په نباتاتو کې د اوبو او عضوي موادو انتقال، تعرق، نباتي هورمونونه، د نبات عکسالعملونه، جنسي او غیرزوجي تکثر، او د ګلونو د ګردې خپرونې په اړه معلومات ترلاسه کوي. د کورس په وروستیو برخو کې د چاپېریال ستونزې، د اوزون پوړ ساتنه، د جامدو ضایعاتو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو ککړتیا او بیاځلي استعمال هم څېړل کېږي. دا کورس له زده کوونکو سره مرسته کوي چې د بیولوژۍ مفاهیم په واضح او علمي ډول درک کړي او د ازموینو، کانکور او لوړو زده کړو لپاره ښه بنسټ جوړ کړي.
صفت الله نیکزاد
teacher
تر اوسه نظر نشته.