د رمضان میاشتې پېژندنه او اهمیت.
د ماه رمضان تعریف، د رمضان پېژندنه، د روژې شرطونه، د سحري او افطار ګټې، د تراویح لمانځه اهمیت، او د رمضان ثوابونه.
علی جان مظهری
سرلیکونه
4 برخې او 7 لیکچرونه
دا کورس شامل دي
تفصیل
دا کورس د د روژې د مبارکي میاشتي په اړه مهم او اساسي معلومات وړاندې کوي. په دې کورس کې لومړی د رمضان تعریف او د دې میاشتې د پېژندلو طریقه بیانېږي. وروسته د روژې شرطونه او مهم احکام تشریح کېږي تر څو زده کوونکي د روژې نیولو له سمو اصولو سره آشنا شي. همدارنګه په دې کورس کې د پشمني او روژه ماتي د ګټو او د تراویح لمانځه د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کېږي تر څو زده کوونکي پوه شي چې دا عبادتونه د انسان پر ایمان او روحاني ژوند څه اغېز لري. سربېره پر دې، د رمضان د ثوابونو او فضیلتونو په اړه هم خبرې کېږي او زده کوونکي زده کوي چې څنګه د عبادت، د قرآن کریم د تلاوت، دعا او نېکو کارونو له لارې د دې مبارکې میاشتې له برکتونو څخه ګټه واخلي. دا کورس زده کوونکو سره مرسته کوي تر څو د رمضان ارزښت ښه درک کړي او په دې میاشت کې خپل عبادتونه په سمه او غوره طریقه ترسره کړي.
مخکیني شرایط
دا کورس د چا لپاره دی؟
- د ښوونځي زده کوونکي چې غواړي د روژې په اړه معلومات ترلاسه کړي.
- هغه کسان چې غواړي د روژې د عبادتونو او فضیلتونو په اړه ښه پوهه ترلاسه کړي.
بیاکتنې
0 بیاکتنې | د درجه بندي اوسط (0)

