د لومړي ټولګي د ریاضي (لومړۍ برخه)
د صفر نه تر ۹ پورې د عددونو پېژندنه، د یو رقمي عددونو جمع، د جمعې علمیه په دوو طریقو.
اکرام الله علیمی
سرلیکونه
6 برخې او 17 لیکچرونه
دا کورس شامل دي
تفصیل
دغه کورس د لومړي ټولګي د زده کوونکو لپاره د ریاضي د لومړنیو مفاهیمو په ساده او د ماشومانو د عمر مطابق ژبه وړاندې کېږي. زده کوونکي به د صفر نه تر نهو پورې عددونه وپېژني، په عملي ډول به یې وشمېري او د ورځني ژوند له شیانو سره یې وتړي. وروسته به د یو رقمي عددونو جمع زده کړي او د جمعې د علمیې ساده طریقې به تمرین کړي. همدارنګه به زده کوونکي د دوو عددونو د ځای بدلولو پر مهال د جمع د نه بدلېدونکي پایلې له اصل سره بلد شي. د زیات، کم او مساوي نښو پېژندنه به هم وکړي څو وکولای شي عددونه یو له بل سره پرتله کړي. دا کورس د زده کوونکو لپاره د ریاضي په زده کړه کې د باور بنسټ اېږدي او د لوړو ټولګیو د ریاضي لپاره یې تیاری زیاتوي.
مخکیني شرایط
دا کورس د چا لپاره دی؟
- د لومړي ټولګي زده کوونکي چې غواړي د عددونو پېژندنه او د جمعې بنسټیز اصول زده کړي.
- هغه ماشومان چې د لومړنیو ریاضي مفاهیمو په زده کړه کې مرستې ته اړتیا لري.
بیاکتنې
0 بیاکتنې | د درجه بندي اوسط (0)

