د احمدشاه بابا تر واکمن کېدو وړاندې، د افغانستان سیاسي تاریخ، د ملي خپلواکۍ مبارزې او د ګاونډیو هېوادونو تاریخي پېژندنه.
دا کورس د افغانستان د معاصر تاریخ مهم پړاوونه، د بېلابېلو واکمنانو د حکومتونو څرنګوالی، اداري او پوځي بدلونونه، کورنۍ سیالۍ، د انګرېزانو یرغلونه او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو بهیر تشریح کوي. په کورس کې د احمدشاه بابا له واکمنېدو مخکې د افغانستان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي حالت، د احمدشاه بابا د دولت جوړونې هڅې، د تیمورشاه، شاه زمان، شاه محمود، شاه شجاع، امیر دوست محمد خان، امیر شیرعلي خان، امیر عبدالرحمن خان، امیر حبیب الله خان، امان الله خان، حبیب الله کلکاني، محمد نادر شاه او محمد ظاهر شاه د واکمنیو مهمې پېښې څېړل کېږي. همدارنګه پر افغانستان د انګرېزانو د لومړي او دویم یرغل، د افغانانو د مقاومت او د بشپړې خپلواکۍ د ترلاسه کولو په اړه معلومات وړاندې کېږي. د کورس په وروستیو برخو کې د چین، پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د تاریخ، جغرافیایي موقعیت، خلکو او مهمو سیاسي بدلونونو پېژندنه هم شامله ده. د دې کورس له لارې زده کوونکي کولای شي تاریخي پېښې په منظم ډول وپېژني، د بېلابېلو دورو ترمنځ اړیکې درک کړي او د افغانستان او سیمې د سیاسي او تاریخي بدلونونو په اړه خپله پوهه پراخه کړي.
Faizullah Anwarzai
teacher
تر اوسه نظر نشته.