د دایرې عناصر، د دایرې مماسي زاویه، په مثلث کې د تالس قضیه، انتقال، دوران، نامساوات، میانه، په سټونو مډل جوړول.
دا کورس د نهم ټولګي د ریاضي له مهمو او اساسي موضوعاتو څخه جوړ شوی دی او زده کوونکو ته دا زمینه برابروي چې د هندسې، تحلیلي هندسې، خطي معادلو، مثلثاتو، نامساواتو، دویمې درجې معادلو، احصائیې او احتمالاتو مفاهیم په منظم او روښانه ډول زده کړي. په دې کورس کې د دایرې پېژندنه، د دایرې عناصر، وتر، شعاع، قطر، مماس، داخلي، باندنۍ، محیطي او مماسي زاویې، د دایرې د اوږدوالي اړیکې، محیطي او محاطي دایرې، په دایره کې د څلورضلعي خواص، د منظمې مضلع ترسیم، د دایرې محیط او مساحت شامل دي. همدارنګه زده کوونکي د دوو ټکو ترمنځ واټن، د قطعهخط منځنی ټکی، د مستقیمې کرښې میل، موازي او عمودي کرښې، د مستقیمې کرښې معادله او د خطي معادلو سیستم زده کوي. د معادلو د سیستم د حل لپاره د تعویض او افنا طریقې هم تدریسېږي. په هندسي بدلونونو کې انتقال، انعکاس او دوران تشریح کېږي، او په مثلثاتو کې د تالس قضیه، د حادې زاویې ساین، کوساین، تانجنت او د ځانګړو زاویو مثلثاتي نسبتونه زده کېږي. سربېره پر دې، زده کوونکي د نامساواتو مفهوم، ځانګړتیاوې او د حل لارې زده کوي او د دویمې درجې معادلو له هندسي حل، د تجزیې طریقې، د مربع د بشپړولو طریقې او د محمد بن موسی خوارزمي له فورمول سره اشنا کېږي. د احصائیې په برخه کې د معلوماتو راټولول، ترتیبول، دسته بندي کول، د متصلو معلوماتو تنظیم، وزني اوسط، میانه، د تحول ساحه او د انحراف اوسط تدریسېږي. همدارنګه زده کوونکي د مستطیلي او دایروي ګرافونو جوړول، لوستل او د احصائیوي معلوماتو تحلیل زده کوي. د احتمالاتو په برخه کې د ناڅاپي پېښو مفهوم، د پېښو تقاطع، بشپړ سټ، په سټونو کې د موډل جوړول او د شمېرلو اصل تشریح کېږي، څو زده کوونکي وکولای شي ممکنه پایلې وپېژني او احتمالي پېښې تحلیل کړي. د دې کورس په پای کې به زده کوونکي وکولای شي هندسي، جبري، احصائیوي او احتمالي مسئلې په ښه ډول تحلیل کړي، د حل لپاره مناسبې طریقې وټاکي، خپل منطقي فکر او ریاضيکي مهارتونه پیاوړي کړي او د نهم ټولګي د ریاضي ازموینو، تمرینونو او راتلونکو درسي موضوعاتو لپاره ښه چمتووالی ترلاسه کړي.
سمیع الله امر خیل
teacher
تر اوسه نظر نشته.