حرکت، ځواک، انرژي، فشار، څپې، د څپو تولید، د څپې سرعت، د اوم قانون، اوم متر، بیټرۍ، الکترومقناطیس، د بایسکل ډاینمو.
دا کورس د نهم ټولګي فزیک دوهم فصل دی چې زدهکوونکو ته د اهتزازونو، څپو او غږ د پوهې اساسي مفاهیم په ترتیب سره ورښيي. په دې کورس کې زدهکوونکي د اهتزاز تعریف، ډولونه، او ځانګړتیاوې زده کوي، لکه فریکونسۍ، دوره، امپلیټیوډ او سرعت. دا پوهه د دې لپاره مهمه ده چې زدهکوونکي د څپو حرکت، د انرژۍ لیږد، او د طبیعي پېښو د علتونو درک وکړي. کورس د څپو په اړه هم زدهکوونکو ته معلومات ورکوي، چې څنګه منځته راځي، څنګه خپریږي، او کوم ډولونه لري، لکه طولي څپې او عرضي څپې. زدهکوونکي به د څپو سرعت، اوږدوالی، فریکونسۍ، او د دې دوو تر منځ اړیکه وپیژني. دا پوهه د غږ د لوړوالي، ټیټوالي، شدت، او کیفیت په درک کولو کې مرسته کوي او د ژوند ورځني تجربه ګانو سره اړیکه لري.همدارنګه، کورس عملي اړخ هم لري، چیرې چې زدهکوونکي د ساده وسایلو لکه تار، اوبو، او سپیکر له لارې د اهتزازونو او څپو تجربې کوي. دا عملي برخه زدهکوونکو ته دا توان ورکوي چې مفاهیم یوازې په تیوري نه، بلکې په عمل کې هم تجربه کړي. او د برېښنا او مقناطیس د بنسټیزو مفاهیمو د زدهکړې لپاره چمتو شوی دی. زدهکوونکي په دې کورس کې د برېښنایي مقاومت، اوم متر، د مقاومتونو او بیټریو متوالي او موازي نښلولو، د برېښنا د خطرونو او د ځان ساتنې لارو په اړه زدهکړه کوي. همدارنګه د برېښنایي جریان مقناطیسي اغېزه، برېښنایي مقناطیس، د جریان لرونکي سیم مقناطیسي ساحه، پر جریان لرونکي سیم د مقناطیسي قوې اغېزه او د هغې لوری، ګلوانومتر، الکترومقناطیسي القا او د بایسکل ډاینمو تشریح کېږي. د کورس موخه دا ده چې زدهکوونکي د برېښنا او مقناطیس ترمنځ اړیکه په ساده او علمي ډول درک کړي او د دغو اصولو عملي استعمالونه وپېژني.
سمیع الله امر خیل
teacher
تر اوسه نظر نشته.