ساده هارمونیکي حرکت، زاویوي فریکونسي، اوږدوالی او فشار، تودوخیز انبساط، اتومي طیف، هستوي فزیک، هستوي ریکتور.
د دولسم ټولګي فزیک کورس زدهکوونکو ته د فزیک د مهمو مفاهیمو، اصولو او قوانینو د تیوريکي او عملي زدهکړې زمینه برابروي. په دې کورس کې زدهکوونکي د حرکت، ساده هارمونیکي حرکت، اهتزازونو، څپو، میخانیکي څپو، د څپو انعکاس او تداخل په اړه اساسي معلومات ترلاسه کوي. په کورس کې د فزیکي پدیدو د پېژندلو ترڅنګ، زدهکوونکي د فزیکي مسئلو د تحلیل او حل، د فورمولونو د کارولو او د طبیعي پدیدو د فزیکي اصولو د درک مهارتونه پیاوړي کوي.همدارنګه، زدهکوونکي د غږیزو څپو، د غږ د تولید، په جامدو او مایع موادو کې د غږ د سرعت، د غږ د شدت او د الکترومقناطیسي څپو په اړه زدهکړه کوي. د نور د تداخل، تفرق، قطبي کېدو، د استقطاب مستوي او د انعکاس په وسیله د نور د قطبي کېدو موضوعات هم په منظم ډول تشریح کېږي.په دې کورس کې د مادې میخانیکي خاصیتونه، ارتجاعیت، اوږدوالی او فشار، د بولک مودول او د مادې تودوخییز خواص هم شامل دي. زدهکوونکي د هدایت او جریان یا کانوکشن له لارې د تودوخې د لېږد، د تودوخې د درجې، تودوخیز انبساط او د تودوخې د درجې ګرادینت په اړه هم مهم معلومات ترلاسه کوي.د کورس په بله برخه کې د مطلق تور جسم، د تور جسم تشعشع، د وین قانون او د ستیفان ـ بولتزمن قانون په اړه زدهکړه کېږي. زدهکوونکي درک کوي چې تودوخه څنګه د تشعشعي انرژۍ له خپرېدو سره اړیکه لري او د حرارتي تشعشع اساسي اصول په طبیعي پدیدو کې څنګه څرګندېږي.همدارنګه، د اتومي فزیک په برخه کې زدهکوونکي د اتوم د جوړښت، اتومي طیف او د الکترونونو د انرژۍ د کچو په اړه بنسټیز معلومات ترلاسه کوي. د دغو موضوعاتو له لارې زدهکوونکي د مادې د مایکروسکوپي جوړښت او د اتومي پدیدو د فزیکي اصولو په درک کې خپله پوهه پراخوي.د دې کورس موخه دا ده چې زدهکوونکي د دولسم ټولګي د فزیک له مهمو موضوعاتو سره ښه بلد شي، خپل علمي بنسټ پیاوړی کړي، د فزیکي مسئلو د تحلیل او حل وړتیا ترلاسه کړي او د فزیک اصول په عملي ژوند کې وکارولای شي. همدارنګه، کورس زدهکوونکو ته د علمي فکر، منطقي استدلال، مسئلهحلولو او د فزیکي پدیدو د تحلیل مهارتونه وده ورکوي او هغوی د راتلونکو لوړو زدهکړو او کانکور ازموینې لپاره اړین چمتووالی ترلاسه کوي.
سمیع الله امر خیل
teacher
تر اوسه نظر نشته.