میخانیکي تعادل (انډول)، قوه، موازي قوې، د یوې قوې تجزیه، دوه بعدي حرکتونه، لحظوي سرعت، دایروي حرکت، تعجیل یا شتاب.
د یولسم ټولګي فزیک کورس یو منظم او بنسټیز درسي کورس دی چې زدهکوونکو ته د میخانیک او حرکت اړوند مهم فزیکي مفاهیم په ساده او روښانه ډول ور زده کوي. په دې کورس کې زدهکوونکي لومړی د میخانیکي تعادل، قوو، متلاقي او موازي قوو، د قوې محصلې، د قوې مومنت یا تورک، د قوې زوج، د قوې تجزیې او د تعادل عمومي شرطونو په اړه پوهه ترلاسه کوي. وروسته د حرکت په برخه کې د یو بعدي او دوه بعدي حرکتونو، موقعیت او د موقعیت بدلون، لحظوي او منځني سرعت، تعجیل، د موقعیت ـ زمان او سرعت ـ زمان ګرافونو موضوعات څېړل کېږي. همدارنګه زدهکوونکي د ثابت تعجیل لرونکي مستقیمالخط حرکت، د حرکت معادلې، آزاد سقوط، پرتابي حرکت او مایل غورځولو اصول زده کوي. د کورس په وروستۍ برخه کې دایروي حرکت، لحظوي زاویوي سرعت، دایروي متشابه حرکت، خطي سرعت، مرکزي تعجیل او د دایروي حرکت ډینامیک تشریح کېږي. د کورس موخه یوازې د تعریفونو زدهکړه نه ده، بلکې زدهکوونکي د فزیکي پدیدو د تحلیل، د ګرافونو د تفسیر، د قوانینو د عملي کولو او د فزیکي مسئلو د حل کولو وړتیا هم ترلاسه کوي.
سمیع الله امر خیل
teacher
تر اوسه نظر نشته.