د دوهم ټولګي د ریاضي (دوهمه برخه)
جمع او تفریق، درې جزو جمع، چوت او افقي لیکنه، سم نتیجه موندل
اکرام الله علیمی
عناوین
5 بخش و 11 درس
این کورس شامل
توضیحات
عددونو جمع او تفریق اساسي مهارتونه په روښانه او ساده ډول وړاندې کوي. زده کوونکي به وکولی شي دوه یا زیات عددونه سره جمع کړي، د دوه رقمي او یو رقمي عددونو تفریق وکړي، او د پور اخیستلو (انتقال) مفهوم زده کړي.
په دې کورس کې زده کوونکي به د درې جزو جمع کول هم زده کړي، او د چوت/ستنو په وسیله د محاسبو طریقه وکاروي ترڅو په سمه او منظم توګه حاصل ترلاسه کړي.
همدارنګه، زده کوونکي به د افقي لیکنې طریقه زده کړي، چې په ورځني ژوند کې د شمېرو او پیسو د محاسبې لپاره ډېر ګټور دی. کورس د زده کوونکو لپاره عملي تمرینونه هم وړاندې کوي، څو د جمع او تفریق مفاهیم په ذهن کې ښه پیاوړي شي او د ریاضي په ورځني ژوند کې په اسانۍ وکارول شي.
موخه:
- د عددونو دقیق او منظم جمع او تفریق زده کول
- د انتقال او پور اخیستلو مفهوم په ساده ډول زده کول
- د چوت/ستنو او افقي لیکنې طریقه عملي کول
- د محاسبې په ورځني ژوند کې وړتیا پیدا کول
پیشنیازها
این کورس برای چه کسانی است؟
- د دوهم ټولګي لپاره.
- هغو زده کوونکو لپاره چې غواړي په ستنو او افقي ډول د محاسبو طریقه زده کړي او په عملي ژوند کې یې وکاروي.
- هغو زده کوونکو لپاره چې غواړي د عددونو جمع او تفریق اساسي مهارتونه پیاوړي کړي.
نظر ها
0 نظر ها | میانگین امتیاز (0)

