د دایرې عناصر، د دایرې مماسي زاویه، په مثلث کې د تالس قضیه، انتقال، دوران، مثلثاتي معادلې، د الجبري افادو وېش.
دا کورس د نهم ټولګي د ریاضي له مهمو او اساسي موضوعاتو څخه جوړ شوی دی او زده کوونکو ته دا زمینه برابروي چې د هندسې، تحلیلي هندسې، خطي معادلو او مثلثاتو مفاهیم په منظم او روښانه ډول زده کړي. په دې کورس کې د دایرې پېژندنه، د دایرې عناصر، وتر، شعاع، قطر، مماس، داخلي، باندنۍ، محیطي او مماسي زاویې، د دایرې د اوږدوالي اړیکې، محیطي او محاطي دایرې، په دایره کې د څلورضلعي خواص، د منظمې مضلع ترسیم، د دایرې محیط او مساحت شامل دي. همدارنګه زده کوونکي د دوو ټکو ترمنځ واټن، د قطعهخط منځنی ټکی، د مستقیمې کرښې میل، موازي او عمودي کرښې، د مستقیمې کرښې معادله او د خطي معادلو سیستم زده کوي. د معادلو د سیستم د حل لپاره د تعویض او افنا طریقې هم تدریسېږي. په هندسي بدلونونو کې انتقال، انعکاس او دوران تشریح کېږي، او په مثلثاتو کې د تالس قضیه، د حادې زاویې ساین، کوساین، تانجنت او د ځانګړو زاویو مثلثاتي نسبتونه زده کېږي. د دې کورس په پای کې زده کوونکي کولای شي هندسي او جبري مسئلې په ښه ډول تحلیل کړي، مناسبې طریقې د حل لپاره وټاکي او د نهم ټولګي د ریاضي ازموینو، تمرینونو او راتلونکو درسي موضوعاتو لپاره ښه چمتووالی ترلاسه کړي.
سمیع الله امر خیل
teacher
هنوز نظری ثبت نشده است.