د جمعې د عملیې آزموینه، د ضرب د عملیې آزموینه، د مستقیم خط حالتونه، مجاورې زاویې، پر ۵ باندې د وېش قابلیت، کسرالکسر.
د پنځم ټولګي د ریاضي کورس د زده کوونکو د حسابي پوهې، ریاضيکي مهارتونو او منطقي فکر د پیاوړتیا لپاره په منظم او اسانه ډول ترتیب شوی دی. په دې کورس کې زده کوونکي د څو رقمي عددونو د جمع، تفریق، ضرب او تقسیم عملیې، د دغو عملیاتو مهم خاصیتونه او د پایلو د آزموینې طریقې زده کوي. همدارنګه د هندسې په برخه کې د مستقیم خط، نیم خط، د خطونو ډولونو، زاویو، مجاورو، متممو او مکملو زاویو، مثلثونو، مربع، مضلع او دایرې له مهمو مفاهیمو سره آشنا کېږي. په دې کورس کې د عددونو د وېش قابلیتونه، اولیه او مرکب عددونه، قاسمونه، مضربونه، تر ټولو لوی مشترک قاسم او تر ټولو کوچنی مشترک مضرب هم تدریسېږي. د کسرونو په برخه کې زده کوونکي د عامو، مخلوطو، واجبو او غیر واجبو کسرونو پېژندنه، د معادلو کسرونو معلومول، د کسرونو اختصار، پرتله کول، تصحیح او غیر واجب کول زده کوي. سربېره پر دې، د عامو او مخلوطو کسرونو د جمع، تفریق، ضرب او تقسیم عملیې او د کسرالکسر مفهوم په روښانه او عملي مثالونو سره تشریح کېږي. د دې کورس موخه دا ده چې زده کوونکي د ریاضي بنسټیز اصول په سمه توګه درک کړي، حسابي عملیې په دقت ترسره کړي، د هندسي شکلونو ځانګړتیاوې وپېژني او د ریاضي له زده کړو څخه د ورځني ژوند د ستونزو په حل کې ګټه واخلي. د کورس په بشپړولو سره به زده کوونکي وکولای شي خپل حسابي مهارتونه، د مسئلو د حل وړتیا، منطقي فکر او پر ریاضيکي پوهه باور پیاوړی کړي او د راتلونکو ټولګیو د ریاضي زده کړې لپاره ښه بنسټ ترلاسه کړي.
عرفان الله علیمی
teacher
هنوز نظری ثبت نشده است.