SI واحدونو سیستم، سکالر او وکتور، د نور خپرېدل، انعکاس، د هندارو معادلې، انکسار، د انکسار قوانین، کروي هندارې.
د لسم ټولګي فزیک کورس زدهکوونکو ته د فزیک د بنسټیزو مفاهیمو، علمي اصولو او طبیعي پدیدو د درک لپاره اړین معلومات وړاندې کوي. په دې کورس کې زدهکوونکي د وکټورونو له مهمو ځانګړتیاوو، په اندازه کولو کې له تېروتنو او د بعدونو له تحلیل او تجزیې سره بلدېږي او د فزیکي کمیتونو د سمې پېژندنې او تحلیل وړتیا ترلاسه کوي. د کورس یوه مهمه برخه د نور او د هغه د ځانګړتیاوو مطالعې ته ځانګړې شوې ده، چې پکې د نور خپرېدل، نوري بنډل، د نور سرعت، انعکاس او د انعکاس قوانین شامل دي. همدارنګه زدهکوونکي د مستوي او متلاقي هندارو، د هندارو ترمنځ د زاویې تغییراتو، کروي هندارو، د مقعرې او محدبې هندارو د محراق او په کروي هندارو کې د تصویر جوړولو طریقې زده کوي. د هندارو معادلې، په محدبو هندارو کې د تصویر د فاصلې محاسبه او د هندارو عملي تطبیقات هم د کورس له مهمو برخو څخه دي. سربېره پر دې، د انکسار مفهوم، د انکسار ضریب، د سنل قانون، د انکسار قوانین او د واقعي او ظاهري ژورتیا ترمنځ توپیرونه په ساده او علمي ډول تشریح کېږي. دا کورس زدهکوونکو سره مرسته کوي چې د فزیکي پدیدو د مشاهده، تحلیل او تشریح وړتیا ترلاسه کړي، د نوري پدیدو علتونه په سمه توګه درک کړي او د هندارو او انکسار اړوندې مسئلې په منظم ډول حل او تحلیل کړي. همدارنګه د فزیک د اصولو له زدهکړې سره زدهکوونکي خپل علمي فکر، د مسئلو د حل مهارت او د ورځني ژوند له طبیعي پدیدو سره د فزیک د اړیکې درک پیاوړی کوي.
سمیع الله امر خیل
teacher
هنوز نظری ثبت نشده است.