د حقیقي عددونو مفهوم، نسبت، تناسب، تناظر، محوري تناظر، د الجبري افادو ضرب، مطابقتونه، د احتمال قاعدې، نسبي کثرت.
دا کورس د اتم ټولګي د ریاضي د مهمو او بنسټیزو موضوعاتو د زده کړې لپاره ترتیب شوی دی او موخه یې دا ده چې زده کوونکي د ریاضي مفاهیم په منظم، ساده او تدریجي ډول درک کړي. په کورس کې د حقیقي عددونو، جذرونو، توانونو، نسبت، تناسب، فیصد، تخفیف او ساده او مرکبې ربح موضوعات شامل دي. همدارنګه زده کوونکي د هندسې په برخه کې ورته شکلونه، متشابه مضلع ګانې، موازي خطونه، د تالس او فیثاغورث قضیې، د مثلثونو ورته والی، تناظر، ناصفالزاویه او د مثلث ارتفاعونه زده کوي. د مساحت او حجم په برخه کې د مکعب مستطیل، منشور، استوانې، هرم، مخروط او کرې موضوعات تدریس کېږي. په الجبر کې د متحول مفهوم، د الجبري افادو ساده کول، ضرب، وېش، مطابقتونه، تجزیه، معادلې او د لومړۍ درجې یو مجهوله معادلې شاملې دي. د رابطه او تابع په برخه کې زده کوونکي د مختصاتو، خطي رابطو او تابع له مفاهیمو سره بلدېږي. د احصایې په برخه کې د کثرت جدول، تجمعي او نسبي کثرت، میلهیي او منکسرې کرښې ګراف، اوسط او د متصلې او غیر متصلې ډیټا تحلیل زده کېږي. په پای کې د احتمال، نمونهیي فضا، برابر او نابرابر چانس، ناڅاپي پېښو، د احتمال قواعدو، شجري دیاګرام او د مسیر د ضرب قاعدې موضوعات شامل دي. دا کورس زده کوونکو سره مرسته کوي چې د مسئلو د حل، منطقي فکر، تحلیل او د ریاضيکي مفاهیمو د عملي استعمال وړتیا پیاوړې کړي او د مکتب درسونو او ازموینو لپاره ښه چمتووالی ترلاسه کړي.
سمیع الله امر خیل
teacher
No reviews yet.