تودوخه، انرژي، د موادو حالتونه (فازونه)، له تودوخې څخه کار اخیستل، مقناطیس، برېښنايي مقناطیس، د ناخالصۍ اغېزې.
دا کورس د فزیک د بنسټیزو مفاهیمو د زدهکړې لپاره برابر شوی او هڅه کېږي چې موضوعات په ساده، روښانه او د ورځني ژوند له بېلګو سره نږدې ډول تشریح شي. په کورس کې زدهکوونکي د تودوخې او انرژۍ له مفهوم سره بلدېږي او د موادو بېلابېل حالتونه، تبخیر او میعان او د ناخالصۍ اغېزې زده کوي. همدارنګه د تودوخې انتقال او له تودوخې څخه د کار اخیستلو څرنګوالی، د احتراقي انجنونو اساسي مفهوم، د مقناطیس ځانګړنې او د برېښنايي مقناطیس د جوړېدو او کارونې په اړه معلومات ترلاسه کوي. د کورس موخه دا ده چې زدهکوونکي یوازې د موضوعاتو تعریفونه حفظ نه کړي، بلکې د فزیکي پدیدو په اړه روښانه درک پیدا کړي او وکولای شي زدهکړې په ورځني ژوند کې وپېژني او وکاروي.
حبیب الله پتیال
teacher
No reviews yet.