Elm Logo

د دوهم ټولګي پښتو

علم، کتاب، مور او پلار حقونه، د ښوونکي احترام، افغانستان، د افغانستان بیرغ، پسرلی، د کال فصلونه.

0(0 Reviews)

مینه مایار

25 Lectures
1 Students
Pashto
Last Update 3/7/2026
0

Headlines

4 sections and 25 lectures

This course includes

01:34:31
0 downloadable Resources
Get a certificate of completion
Access on mobile and web

Description

دا کورس د دوهم ټولګي زده کوونکو لپاره جوړ شوی ترڅو هغوی د ژوند، کلتور، زده کړې او ښو اخلاقو په اړه بنسټیز معلومات ترلاسه کړي. زده کوونکي به په دې کورس کې د علم او زده کړې اهمیت، د کتاب ارزښت، او د ښوونې او زده کړې اهمیت زده کړي. همدارنګه، د مور او پلار حقونه، د ښوونکي احترام، او د ښو اخلاقو رعایت یې د ورځني ژوند لپاره زده کوي.

په دې کورس کې زده کوونکي د افغانستان د هېواد، ښارونو، ملي نښو، دودونو، اتڼ، جرګې او نورو کلتوري ځانګړتیاوو په اړه معلومات ترلاسه کوي. دوی به د حضرت محمد ﷺ د ژوند، نعت، اختر، او نورو مذهبي دودونو اهمیت زده کړي. د کال فصلونه، پسرلی، دوبی، مني او ژمی هم زده کوونکي په دې کورس کې زده کوي، ترڅو د طبیعت او ژوند په بدلون پوه شي.

دغه کورس زده کوونکو ته د زده کړې، ادب، اخلاقو، ورورولۍ، مینې، او د ټولنې د یووالي درس ورکوي. دا کورس ماشومانو ته فرصت ورکوي چې د خپلو کورنیو، ښوونکو او ټولنې سره ښې اړیکې وساتي، د هېواد سره مینه وکړي او د علم او دین په رڼا کې ښه انسانان شي.

Prerequisites

زده کوونکو باید لومړی ټولګي پښتو په سمه ټوګه زده کړي وي.
زده کوونکي پاید الفبا د لیکو او ویلو وړتیا ولري.

Who is this course for?

  • د دوهم ټولګي د زده کوونکو لپاره.
  • د هغه زده کوونکو لپاره چې غواړي پښتو لېک او لوست زده کړي.

Reviews

0 Reviews | Average Rating (0)

No reviews yet


Copyright © 2026 Modern Boost Technology. All Rights Reserved