Elm Logo

د لسم ټولګي د بیولوژي

علمي مېتودونه، د فرضیې تحلیل، میتابولیزم، د بدن د اړتیا وړ عناصر، په مېتابولیزم کې عضوي مرکبونه، نشایسته، پروټین.

0(0 Reviews)

صفت الله نیکزاد

14 Lectures
0 Students
Pashto
Last Update 4/4/2026
0

Headlines

4 sections and 14 lectures

This course includes

01:47:58
0 downloadable Resources
Get a certificate of completion
Access on mobile and web

Description

د لسم ټولګي د بیولوژي دویم څپرکی زده کوونکو ته اجازه ورکوي چې د ژوندیو موجوداتو د میټابولیزم، عضوي او غیر عضوي مرکبونو، پروټینونو، نشایسته او د بدن د اړتیا وړ عناصرو په اړه ژوره پوهه ترلاسه کړي. دا څپرکی د هغو زده کوونکو لپاره جوړ شوی چې غواړي د حجرې دننه کیمیاوي پروسې، د انرژۍ تولید او د بدن د ودې او فعالیتونو اصول په دقیق ډول وپیژني.

د کورس اصلي موضوعات او عناوین:

  1. علمي مېتودونه (Scientific Methods): زده کوونکي د مشاهده، پوښتنې جوړولو، فرضیه جوړولو، ازموینې، تحلیل او نتیجه ګیري طریقې زده کوي.
  2. د فرضیې تحلیل (Hypothesis Analysis): زده کوونکي زده کوي چې څنګه د معلوماتو پر اساس فرضیې جوړې او تحلیل کړي.
  3. میټابولیزم (Metabolism): د کټابولېزم او انابولیزم پروسې پېژندل، د انرژۍ تولید او ذخیره کولو میکانیزمونه.
  4. کټابولېزم (Catabolism): د لوی مالیکولونو ماتول او د انرژۍ خوشې کول.
  5. په میتابولیزم کې غیر عضوي مرکبونه (Inorganic Compounds in Metabolism): اوبه، منرالونه او ګازونه د بدن د فعالیتونو لپاره حیاتي اهمیت لري.
  6. منرالونه (Minerals): د بدن د ودې، د عضلاتو د فعالیت، د وینې جوړښت او د انرژۍ پروسو کې رول لري.
  7. د بدن د اړتیا وړ عناصر (Essential Elements): ماکرو عناصر (لکه کلسیم، مګنیزیم) او میکرو عناصر (لکه اوسپنه، زنک) د بدن د حیاتي فعالیتونو لپاره مهم دي.
  8. په مېتابولیزم کې عضوي مرکبونه (Organic Compounds in Metabolism): کاربوهایدریټونه، پروټینونه، لپیدونه او نیکلیک اسیدونه د حجرې د فعالیت، ودې او انرژۍ تولید لپاره اړین دي.
  9. نشایسته (Starch): د نباتاتو د انرژۍ ذخیره کولو لپاره یو مهم کاربوهایدریټ، چې په بدن کې د ګلوکوز په ساده واحدونو بدلېږي او انرژي تولیدوي.
  10. پروټین (Proteins): د ودې، د حجرو جوړښت، انزایمونو، هورمونونو، د دفاع سیستم او په بیړنیو حالاتو کې د انرژۍ لپاره حیاتي مرکب.


Prerequisites

د ژوندیو موجوداتو عمومي پېژندنه، د بدن ساده برخې او د حجرې پېژندنه.
زده کوونکو باید د نهم ټولګي بیولوژي به سم ډول سره زده کړي وي.

Who is this course for?

  • زده کوونکي چې غواړي د حجرو جوړښت، د بدن د اړتیا وړ عناصر او د انرژۍ تولید پروسې ښه درک کړي.
  • د لسم ټولګي د زده کوونکو لپاره.

Reviews

0 Reviews | Average Rating (0)

No reviews yet


Copyright © 2026 Modern Boost Technology. All Rights Reserved