د لومړي ټولګي د ریاضي (درېمه برخه)
د دوه رقمي عددونو پېژندنه، جمع او تفریق، د پوره لسګونو جمع کول، د جمع او تفریق عبارتي مسئلې حل کول.
اکرام الله علیمی
Headlines
5 sections and 16 lectures
This course includes
Description
د دې کورس په ترڅ کې زده کوونکي د دوه رقمي عددونو پېژندنه، محاسبه او د ورځني ژوند ساده مسئلې حل کول زده کوي. زده کوونکي به د یوګونو او لسګونو ځایونه پېژني، د عدادونو ترتیب او ارزښت په ذهن کې معلوموي، او تر ۹۹ پورې عداد په سمه توګه شمېرل زده کړي. دوی به د یوه رقمي عدد سره د دوه رقمي عدد جمع، دوه دوه رقمي عددونو جمع، او د پوره لسګونو جمع کولو مهارت ترلاسه کړي. همدارنګه، زده کوونکي به له دوه رقمي عدد څخه د یوه یا دوه رقمي عدد تفریق زده کړي، د پور اخیستلو مفهوم درک کړي، او د یوګانو او لسګونو جلا تفریق په سمه توګه محاسبه کړي.
دغه کورس زده کوونکو ته دا فرصت هم برابروي چې د جمع او تفریق عبارتي ستونزې حل کړي او د بانک نوټونو پېژندل زده کړي، تر څو د ورځني ژوند محاسبې په آسانۍ سره ترسره کړي. د دې کورس له لارې زده کوونکي د عدادونو دقیق پوهه ترلاسه کوي، د ذهن سرعت زیاتوي، او د راتلونکو ریاضي مهارتونو لکه درې رقمي عددونو جمع او تفریق لپاره قوي بنسټ ترلاسه کوي.
Prerequisites
Who is this course for?
- د لومړي ټولګي زده کوونکي لپاره.
- هغه زده کوونکي چې غواړي د دوه رقمي عددونو محاسبه او د ورځني ژوند ساده ریاضيکي ستونزې حل کړي.
Reviews
0 Reviews | Average Rating (0)

