Elm Logo

لسم ټولګي کیمیا

اتومي تیوري او پراختیا، د اتوم اندازه، مندلیف جدول، نسبي مالیکولي کتله، ګازونه، د سونګ تعاملونه.

0(0 Reviews)

عرفان الله علیمی

118 Lectures
0 Students
Pashto
Last Update 5/11/2026
0

Headlines

25 sections and 118 lectures

This course includes

14:53:27
0 downloadable Resources
Get a certificate of completion
Access on mobile and web

Description

دا د لسم ټولګي د کیمیا کورس دی چې د موادو د جوړښت، اتوم او د ذرو د تعاملاتو بنسټیز مفاهیم په تفصیل سره زده کوونکو ته ورپېژني او د عصري کیمیا لپاره قوي علمي بنسټ برابروي. په دې کورس کې زده کوونکي د اتومي تیوري د تاریخي پرمختګ سره اشنا کېږي، له لومړنیو نظریو څخه نیولې تر پرمختللو ماډلونو پورې، لکه د تامسن، رادرفورډ او بوهر اتومي ماډلونه، او زده کوي چې څنګه د علمي تجربو پر بنسټ د اتوم په اړه پوهه بدله او پرمختللې شوې ده. همدارنګه د اتوم اندازه، د اتومي نمبر مفهوم، او د اتوم اساسي ذرې لکه پروتون، نیوترون او الکترون په تفصیل سره مطالعه کېږي، څو زده کوونکي د مادې د بنسټیز جوړښت په اړه روښانه تصور ترلاسه کړي. په دې کورس کې د نوکلیدونو او ایزوتوپونو مفاهیم هم شامل دي، چې زده کوونکي پوهوي څنګه یو عنصر کولی شي د نیوترونونو د شمېر له مخې مختلف ډولونه ولري. د اتومي طیف موضوع هم مهمه برخه ده، چې پکې زده کوونکي د رڼا د خپرېدو او جذب له لارې د هر عنصر ځانګړی طیف مطالعه کوي او پوهېږي چې ولې هر عنصر ځانګړی طیف لري. همدارنګه د الکترونونو د انرژۍ کچې، د انرژۍ جذب او خوشې کېدو اصول تشریح کېږي، چې د اتوم دننه د انرژۍ د بدلونونو په پوهېدو کې مرسته کوي. د کورس موخه دا ده چې زده کوونکي په علمي ډول درک کړي چې اتوم څنګه جوړ شوی، د هرې ذرې رول څه دی، او څنګه د اتوم دننه انرژي بدلېږي او انتقالېږي. همدارنګه زده کوونکي د اتومي طیف د مطالعې له لارې د عناصرو د پېژندنې علمي طریقې زده کوي او پوهېږي چې د اتومي تیوري پرمختګ څنګه د عصري کیمیا، فزیک او ټکنالوژۍ بنسټ جوړ کړی دی. او همدارنګه په دې کورس کې د کېمیاوي تعاملونو بېلابېل ډولونه لکه ترکیبي، تجزیوي، تعویضي، د سونګ، اکزوترمیک او اندوترمیک تعاملونه تدریسېږي. زده‌کوونکي د اکسیدیشن او ریدکشن تعاملونو، د اکسیدیشن نمبرونو او د Redox تعاملونو له اصولو سره هم بلدتیا پیدا کوي.د کورس بله مهمه برخه د کیمیاوي محاسبو او قوانینو مطالعه ده، چې پکې د ثابتو نسبتونو قانون، د حجمي نسبتونو قانون، نسبي اتومي کتله، نسبي مالیکولي کتله، مول، د مرکبونو د عناصرو سلنه، او تجربي او مالیکولي فورمول شامل دي. زده‌کوونکي زده کوي چې څنګه معادلې بیلانس کړي او د موادو مقدارونه محاسبه کړي. په دې کورس کې نظري او عملي زده کړه سره یو ځای شوې ده؛ زده کوونکي د لابراتور تجربې ترسره کوي، د موادو فزیکي او کیمیاوي ځانګړتیاوې تحلیلوي، او د اتوم جوړښت د علمي اصولو له مخې تشریح کوي. د دې عملي فعالیتونو له لارې زده کوونکي د مشاهده کولو، تحلیل کولو او علمي فکر مهارتونه پیاوړي کوي. په مجموع کې دا کورس د ساینس، انجینري، طبي علومو او کیمیايي څېړنو لپاره یو اساسي بنسټ جوړوي او زده کوونکو ته د مادې د جوړښت او اتومي تعاملاتو ژوره، منظم او علمي پوهه ورکوي

Prerequisites

زده کونکي باید د عنصرونو، مرکبونو، او ساده کیمیايي تعاملاتو ابتدایي پوهه ولري.
زده کوونکو باید د نهم ټولګي کیمیا به سم ډول سره زده کړي وي.

Who is this course for?

  • هغه زده کوونکي چې د اتوم جوړښت، اتومي تیوري، او د ذرو او اتومي تعاملاتو په اړه پوهه غواړي.
  • د لسم ټولګي د زده کوونکو لپاره.

Reviews

0 Reviews | Average Rating (0)

No reviews yet


Copyright © 2026 Modern Boost Technology. All Rights Reserved